امنیت

د ملي دفاع وزارت سرپرست بلخ ته سفروکړ

– کابل / د زمري ۵ / باختر
د ملي دفاع وزارت سرپرست جنرال بسم الله محمدي د بلخ مرکزمزارشریف ښارته ورسېد.
بلخ ته د جنرال محمدي د سفرموخه په دغه شمالي ولایت کې د امنیتي حالاتو او له طالبانوسره د مبارزې د څرنګوالي څېړنه بلل شوې ده.
د باختراژانس خبریال د بلخ له مرکزمزارشریف ښارڅخه خبرورکړچې ټاکل شوې ده د ملي دفاع وزارت سرپرست بلخ ته د خپل سفرپه بهیرکې په یوه امنیتي غونډه کې ګډون کوي او له پوځي جګپوړو مقاماتوسره له تروریزم سره د مبارزې په اړه خبرې اترې وکړي.
جنرال محمدي په داسې حال کې بلخ ته سفرکوي چې د دغه ولایت یوشمېرولسوالۍ د طالبانو په کنترول کې دي او اوس هم په څوسیموکې له یرغګروسره د پوځیانوجګړې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته