کابل باختر د ثور شپاړلسمه
د وسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند اووه تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار د ډيورند کرښې ته څېرمه د نورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کې د پوځيانو له خوا ډزې وشوې .
د هېواد په ختيځ کې دسرحدي ځواکونو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې؛ په دې نښته کې اووه تنه يرغلګر ووژل شول .
په يوبل خبر کي ويل شوي دي چې؛ امنيتي مامورانو نن سهار د نورستان ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې درې ماينونه کشف او شنډ کړل
طالبان په افغانستان کې په ګڼ ميشتو لارو اوسيمو کې د ماينونو اوبمونو په ښخولو لاس پورې کوي چې له امله يې زياتره ملکي وګړي قرباني کېږي .
ختم_ج_ اکرم
0 1 دقیقه لوستل