سیاست

فضل هادي مسلميار دملګرو ملتو دسازمان د انتخاباتي مرستو له رييس او له ملګر ي هيئت سره يي وکتل

کابل باختر دليندي څوارلسمه
دمشرانو جرګي رييس فضل هادي مسلميار نن دملګروملتو دسازمان دانتخاباتي مرستو دبرخې له رييس  (کريجنس ) او له ملګري هيئت سره يې دملي شورا په مقر کې وکتل .
دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې دمشرانو جرګي رييس په بيلابيلو برخو کې دافغانستان له خلکو سره دملګروملتو دسازمان دهميشنيو همکاريو په تيره بيا دپخوانيو انتخاباتو دترسره کولو په بهير کې ددغه سازمان دمرستو له امله قدرداني وکړه او وي ويل  دافغانستان خلک باور لري چې نړيواله ټولنه ، په تيره بيا دملګروملتوسازمان به د ١٣٩٣ کال دوري په مياشت کې دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو دراتلونکو انتخاباتو په وړاندې خپلې ژمنې عملي کړي .
دغه راز په کتنه کې مسلميار ددموکراسي  پربنسټ  ولاړو رژيمونو کې دانتخاباتو ارزښت ته اشاره وکړه اوزياته يې کړه چې په انتخابا تو کې مهم اصل خلکو ته دراي  ورکولو دزمينو برابرول دي او په دې لاره کې دي بايد دانتخاباتو ترسره کوونکې ارګانونه له کورنيو ځواکونو او له نړيوالو قوتونوسره په همغږي کې جدي پاملرنه وکړي .
  دغه راز دمشرانو جرګي رييس په انتخاباتو کې شفافيت دولسواکې داصولو يوه برخه وبلله زياته کړه چې په دې باب دي بايد دقوانينو دساتنې ارګانونه او دانتخاباتو د څارنې مرکزونه په خپله برخه کې اغيزمن  تدبيرونه ونيسي .
دغه راز دمشرانو جرګي رييس دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دتشکېل ، دندو او صلاحيتونو دقانون دڅرنګوالې په باب څرګندونې وکړي او زياته يې کړه چې دغه قانون دسنامجلس په کميسيونونو کې له مطالعې او تدقيق وروسته په عمومي غونډه کې له ځينو تعديلونوسره درايو په اکثريت تصويب شو چې په هغه کې دهيواد دخيلواکې  او لوړو مصاليحو  له مخې دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون په تشکېل کې ددوو تنو بهرنيو اتباعو شتون دسنا مجلس دتاييد وړ ونه ګرځيد ځکه زموږ له نافذو قوانينو سره سم ، هيڅ بهرني تبعه نه شي کولي چې دافغانستان  دادارو په تشکېل کې د رسمي کارکوونکې په توګه دنده ترسره کړي خو دملګروملتو سازمان دهغو نورو نړيوالو مرکزونو په ګډون چې دانتخاباتو دڅارنې واک يې ترلاسه کړي دي کولي شي دافغانستان راتلونکې انتخابات وڅاري .
  وروسته کريجنس  دانتخاباتو دافغاني والې دملاتړ په ترڅ کې په دغو برخو کې ددغه سازمان دهمکاريو ژمنه وکړه .
په پاى کې دفضل هادي مسلميار له خوا کريجنس  اوملګري هيئت  ته يې سوغاړونه ورکړ شول .
دغه راز دمشرانو جرګي رييس داروپا دټولنې دامنيت اوهمکاري له لومړي پارلماني مرستيال او دفرانسي دپارلمان له غړي ميشل ووزه او له ملګري هيئت سره يې وکتل .
شاغلي ميشل له افغانستان سره دخپل متبوع هيواد دمرستو  يادونه وکړه اوزياته يې کړه چې دغه هيواد له ٢٠٠٣ ميلادي کال راپديخوا دامنيت بيا جوړولو ، روغتيا ، پوهنې او کرکېلې په برخو کې ديادونې وړ مرستي کړي دي
ده زياته کړه فرانسوي عسکر دائتلاف دځواکونو په چوکات کې دامنيت په تامينولو کې ارزښتناک رول لري چې په دې لاره کې ددغه هيواد پنځوس تنه سرتيري وژل شوي دي
ښاغلي ميشل زياته کړه دافغانستان او فرانسې ترمنځ دهمکاري دسند لاسليک له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره ددغه هيواد دهمکاري دژمنو بيلګه ده .
دسنا مجلس  رييس فضل هادي مسلميار ددواړو هيوادونو ترمنځ دلرغونو اړيکو ديادونې په ترڅ کې  دافغانستان له خلکو سره دفرانسې دمرستو له امله قدرداني وکړه او هيله يې وکړه چې دوست هيواد فرانسه دافغان امنيتي ځواکونو په سمبالولو او وسله وال کولو او دغه راز دهوايي  او زغره والو قواوو په پياوړتيا کې له افغانستان سره مرسته وکړي چې دغه ځواکونه له ٢٠١٤کال وروسته په خپلو پښو ودريږي .
په پاى کې ښاغلي ميشل دفرانسې دمجلس نښان او ددغه هيواد داسلامي اثارو ټولګه دمشرانو جرګي رييس ته وړاندې کړل .
په مقابل کې دمسلميار له خوا دغه هيئت ته سوغاتونه ورکړي شول .
ديوبل خبر له مخې دسنا مجلس لومړى نايب محمد علم ايزديار دکورنيو چارووزارت دتعميراتو درييس دغوره خدمتونو په درناوي دمشرانو جرګي ستاين ليک په داسې حال کې چې يو شمير سناتوران حاضر وو ده ته ورکړ .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته