کابل / باختر د لړم د مياشتې ٧ :
د ميدان وردګو ولايت په ښوونځيوکې د لسګونو تنو ښوونکو د جذبولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي .
ټاکل شوې ده په دې پړاوکې لسګونو تنه په بېلابېلو څانګوکې د ښوونکو په توګه په ښوونځيوکې جذب شي .
د ميدان وردګو ولايت دپوهنې رئيس فضل الرحمن طارق دباختر آژانس خبريال ته وويل: ټاکل شوې ده په دې دوره کې د ٥٠٠ تنو برخه والو له جملې څخه څه ناڅه ٤٠٠ تنه يې د رسمي ښوونکي په توګه جذب شي.
په دې آزموينه کې ٢٧ تنو نجونو هم ګډون کړى دى.
د ميدان وردګو ولايت د پوهنې رئيس وايي چې په بېلابېلو درسي څانګوکې ددغو ښوونکوپه جذبولوسره د ښوونکو د لرلو له پلوه د دغه ولايت د پوهنې اړتيا لرې کيږي.
0 1 دقیقه لوستل