کابل، د غوایی ۱۲ مه، باختر
د فاریاب د پوهنې ریاست مسوولینو د یاد ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د نږدې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د جوړېدو او پرانیستلو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي سید حفیظ الله معتصم بالله د با ختر آژانس خبریال ته وویل، چې په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د ناروې د شاهي دولت په مالي ملاتړ او د دارت دفتر له لوري د ۱۱.۹۶ میلیونه افغانیو په لګښت د تورت کل په نامه یو ښوونځی په اساسي توګه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
نوموړي وویل، چې یاد ښوونځی ۶ درسي خونې، مجهزلابراتوار، احاطوي دېوال، د ساتونکو خونه، په فرنیچرسمبال اداري خونې، د اوبوڅاه ، د لوبو میدان او ورته نورې اسانتیاوې لري.
هېره دې نه وي چې د سیمې خلک د یاد ښوونځي په جوړېدو خوښ دي او له مسوولینو د ورته نورو ټولګټو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.