کابل، د غوایی ۱۰ مه، باختر
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې ۱۵۰ښوونکو ته د پوهې ظرفیت لوړولو په موخه روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپورعرب د باخترآ ژانس خبریال ته وویل، چې یاد ریاست د وفا په نوم د یوې همکارې موسسې په مالي ملاتړ د برکي برک ولسوالۍ د ۲۴ ښوونځيو ۱۵۰ ښځینه او نارینه ښوونکو ته د تدریس د نویو لارو چارو په اړه زده کړې ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم د یاد ولایت د برکي برک ولسوالۍ د ۴۰ ښوونځیو د ساینسي او ریاضي مضمونونو ۱۸۰ ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز ورکشاپ جوړ کړی و.