خبرونهښوونه او روزنه

فراه کې لس ښوونځي په لابراتواري توکو سمبال شول

کابل، د غوایی ۱۱ مه، باختر

د فراه د پوهنې ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې پر ۱۰ ښوونځیو د بیولوژیکي، فزیکي او کیمیاوي تجربو لپاره د لابراتواري او درسي توکو د وېشلو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي اختر محمد زعیم د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې ۱۰ ښوونځیو ته د ۴۷۶ زره افغانیو په لګښت ۱۵۷۳ قلمه بېلابېل بیولوژیکي، فزیکي او کیميايي تجربو لپاره ځانګړي لابراتواري او درسي توکي ورکړل شوي دي.

د یادو ښوونځیو زده کوونکي خوښ دي چې د تیوري درسو ترڅنګ ورته د عملي تجربو درسونو د ترلاسه کولو زمینه برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته