خبرونهښوونه او روزنه

کندهار کې د نږدې ۳۰۰ زره ډالرو په لګښت يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

کابل، د غوایي، ۱۲مه، باختر 

د کندهار په مرکز شپږمه ناحیه کې د ۲۷۴ زره ۹۷۵ ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوې ده.

د یاد ولایت د اقتصاد رياست مسوولینو د باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې ‏د دغه ولایت په مرکز شپږمه ناحیه کې د (یو ان اچ سي آر) موسسې په مالي ملاتړ یوه ښوونځي ته د ۲۷۴ زره ۹۷۵ ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

سرچینې زیاته کړې چې یاد ښوونځی لس درسي خونې، لابراتوار، کمپیوټر لب، د پاکو اوبو شبکه او د لوبو پارک لري، چې په درې وختونو کې ۱۶۰۰ کوچنیانو ته دیني او عصري زده کړې ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د دغه ولایت په مرکز  نهمه ناحیه کې د میانکو ابتدایه ښوونځي لپاره ودانۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ جوړه شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته