امنیت

په ننګرهار کې دځانمرګي بريد له امله دناتو شپږتنه عسکر ټپيان شول

کابل باختردوږي دمياشتې  ٢  :
دناتو شپږتنه عسکراودهغوى يوافغان ژباړونکى په ننګرهار ولايت کې ديوځانمرګي بريد له امله ټپيان شول.
يو ځانمرګى يرغلګر چې له چاوديدونکو توکو بار موټرکې و ، نن مازيګر ددريو بجو په شاوخو اکې ددغه ولايت دمرکز جلال اباد ښار داخندزاده څلور لارې ته څيرمه ځان دبهرنيو پوځيانو دسپرلۍ دکاروان په وړاندې وچاوه .
دننګرهارولايت  دامنيې قوماندانۍ  ويندوى حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ددغه ځانمرګي بريد له امله دناتو شپږتنه عسکر او ددوى يو افغان ژباړونکى ټپيان شول او ددغو ځواکونو يو پوځي موټر هم ويجاړ شوى دى.
تراوسه پورې ناتو ددغه ځانمرګي بريد  په بهيرکې  دخپلو عسکرو ټپي کيدل تائيد کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته