روغتیا

په کروناویروس ۲۵ اخته کسان مړه شوي دي

کابل / د زمري ۱۸مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢۴ ساعتو کې په هېواد کې ۲۳۵ کسان په کروناویروس اخته شوي دي.
د دغه وزارت د شمېرنو له مخې؛ په یاده موده کې په کروناویروس ۲۵ اخته کسان مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت شمېرنې ښيي چې په هېواد کې د کووېډ -۱۹ ناروغۍ د خپرېدو له پيله تراوسه پورې ۱۵۱ زرو ۱۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې جملې څخه ۶ زرو ۹۶۱ تنه مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د کروناویروس ډېرې پېښې په هرات، ننګرهار او کابل کې ثبت شوې دي.
هغه له خلکو څخه غواړي چې د کروناويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره روغتيايي لارښوونې او سپارښتونه رعايت کړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته