خبرونهاقتصادTOP

انوجا سود: په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه ۹۵ سلنه کمه شوې ده

کابل، د غوايي ۱۰مه، باختر 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ملګرو ملتونو له  نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (یو ان او ډي سي) چارواکو سره په کتنه کې وویل، چې اوسمهال د هېواد په کچه د کوکنارو کښت او تولید اوس صفر ته رسېدلی دی، په همدې موخه باید بزګرانو ته د کوکنارو بدیل کښت ترویج شي. 

عثماني د ملګرو ملتونو له دغه چارواکي سره د کتنې پر مهال د بدیل کښت د برابرولو پر جدي اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې که څه هم اسلامي امارت په دې اړه زیات کار کړی، خو افغان بزګران لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو له نشه‌ يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې رییس انوجا سود د بدیل معیشت د رامنځته کولو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: (زموږ د راپورونو پر اساس په افغانستان کې د دغه بوټي کرکېله ۹۵ سلنه کمه شوې ده، چې صفر ته نږدې ده، موږ په دې برخه کې کار کوو او نړۍ ته یې رسوو، موږ د عامې روغتيا له وزارت سره په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې کار کوو، خو اړتیا ده، چې کروندګرو لپاره د کوکنارو بديل کښت ترويج او له دوی سره مرستې او همکارۍ وشي.) 

 هېره دې نه وي، چې د ملګرو ملتونو له نشه‌ يي توکو او جرمونو سره د مبارزې اداره په ۱۹۹۷ کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي لخوا د مخدره توکو د کنټرول، د جرمونو مخنیوي او د نړۍوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه تاسیس شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته