کابل، د غويي ۱۰مه، باختر
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، نن د هرات – غور سړک د جوړولو چارو د پيل پرانیسته وکړه.
باختر آژانس ته د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د هرات والي شیخ مولانا نور احمد اسلامجار، د غور والي مولوي احمدشاه دین دوست، د ٢٠٧ الفاروق قول اردو قومندان مولوي نصرالله مطیع او د غور او هرات ملکي او نظامي مسئولینو هم ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ویلي چې د ترانسپورټ سکټور د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري او اسلامي امارت همدې اهمیت ته په کتو، یاد سکټور په خپلو لومړیتوبونو کې نیولی چې د پراختیا او اساسي جوړونې په موخه یې له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره پرلهپسې مجلسونه دوام لري.
ملا برادر آخوند زیاته کړې ده: «د اسلامي امارت په راتګ سره عملاً د لویو لارو د بیارغونې کارونه پيل شوي چې له جملې یې دا دي نن د هرات – غور سړک د عملي چارو پرانیسته کوو».
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، همدا رنګه د غور ولسونو ته ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت شته امکاناتو ته په کتو، هڅه کوي چې په دغه ولایت کې نورې پروژې هم پرانیزي.
هېره دې نه وي چې یاد سړک د افغانستان له مهمو ملي او لویو پروژو څخه دی چې د ځمکني ترانسپورټ له لارې هرات، غور، بامیان، دایکنډي او میدان وردګ ولایتونه له کابل سره نښلوي.
د دغه ترانسپورټي دهلېز په مسیر کې د مالګې او مرمر ډبرو کانونه هم شته چې بشپړېدل به یې د سوداګرۍ د پراختیا او سیمهییز ترانزیټ په برخه کې مهم رول ولوبوي.