نړۍ، د غوايي ۱۰ مه، بهرنۍ رسنۍ
د شمالي کوریا په دفاع وزارت کې د بهرنیو پوځي چارو مشر وایي، کیف سره د واشنګټن پوځي مرستې نه شي کولی اوکراین سره د روسیې پر وړاندې بریا کې مرسته وکړي.
دغه مشر پر امریکا نیوکه کړې، چې ګواکې د جګړې د زیاتوالي له لارې هڅه کوي، اوکراین کې له ماتې ځان وژغوري.
تر دې مخکې د روسیې د ولسمشر ویاند هم ویلي وه، چې د امریکا دغه مرستې به په جګړه کې بدلون را نه ولي.
د یادونې وړ ده، چې امریکا د مرستو په ورستۍ بسته کې اوکراین ته بېلابېل ډوله وسلې، چې لرې واټن ویشتونکي توغندي هم په کې شامل دي، منظورې او نږدې راتلونکي کې به کیف ته وسپارل شي.