امنیت

پنځه تنه بهرنى ترورستان په ننګرهار کې ونيول شول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٢
دننګرهار ولايت امنيتي موظفينو پرون پنځه تنه تروريستان له وسلو او مهماتو سره يې ونيول.
دننګرهار ولايت امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شيرزاد دباختر آژانس خبريال ته وويل: دمومند درې ولسوالۍ امنيتي موظفينو د پاسول په ساحه کې له يو سراچه موټر څخه پنځه تنه بهرني تروريستان چې په ورانکارو او ترورستي فعاليتونو يې لاس پورې کول له پنځو کلاشينکوفونو ، ديارلسو لاسى بمونو او د کلاشينکوف له دوو شارژورونو سره ونيول.
پاسوال شيرزاد زياته کړه: نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړى دى او په دې باب څيړنې دوام لري.
خبرځاى زياته کړه دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې موظفينو د سره رود او د بهسودو له ولسواليو څخه يو سلو اته کيلوګرامه چرس او هيروين کشف او ترلاسه کړل چې ددغو قضيو په اړوند اووه تنه له څلورو واسطو سره نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته