خبرونهټولنهښوونه او روزنه

لوګر کې له زرګونو زده کوونکو سره د درسي موادو مرسته وشوه

کابل، د غوایي ۱۰مه، باختر 

په لوګر کې د سیمه ییزو ټولګیو څه باندې ۶ زره زده کوونکو سره د درسي موادو مرسته شوې ده.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د یونیسف موسسې په همغږۍ د وایفا همکارې موسسې په مالي ملاتړ  ۶۴۸۷ زده کوونکو سره د درسي کتابونو او درسي توکو  مرسته شوې ده.

عرب زیاته کړه، چې په وېشل شويو توکو کې کتابونه او قرطاسیه شامله ده او د یادو مرستو سربېره د نوموړو ټولګیو له شته ۲۳۸ نارینه او ښځینه ښوونکو سره هم د اړتیا وړ  درسي توکو مرسته وشوه.

د یادونې وړ ده، چې د یادې مرستې سربېره زده کوونکو ته د لاسونو مینځلو صابونونه او سیمه ییزو ټولګیو ته د اوبو ترموزونه، سپینې تختې او مارکرونه هم وېشل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته