سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د غني افغانستان په لور غني ګامونه؛ له پروژو ډک کال دې بختور شي

کابل، د غوایی ۱۰ مه، باختر

تبصره

د سږ کال له پیل څخه لیدل کېږي، چې اسلامي امارت لګیا دی په هېواد کې نوې پروژې پیلوي او یا د پخوانیو هغو پاتې کارونه پر مخ وړي.

تازه د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په لاسونو یو شمېر مهمې پروژې چې د سړکونو رغول او بندونو تړل په کې شامل دي، پرانیستل شوې او د بشپړولو ډاډ یې ورکړل شوی.

د دغو پروژو تطبیق د دې ترڅنګ، چې د لنډ مهال لپاره د بې روزګاره په ځانګړي ډول ځوانانو په منځ کې کارموندنې ته لاره هواروي؛ بلکې په اوږد مهال کې د هېواد او د دې خاورې میلیونونو وګړو ته د پام وړ ګټه رسوي.

د بېلګې په توګه که غواړو، چې د بهرنیو هېوادونو له وارداتي برېښنا څخه بېغمه شو، نو پکار ده، اوبه کنټرول او لوی او واړه بندونه جوړ کړو.

اسلامي امارت ژمن دی، لکه څنګه چې په پوځي او سیاسي ډګر کې یې افغانستان ازاد کړ، دغه راز به یې په اقتصادي او نورو برخو کې هم د نورو له احتیاج څخه خلاص کړي.

د افغانستان خلکو د خپل پیاوړي نظام پر مټ په سیاسي او پوځي ډګر کې د استقلال خوند لیدلی او اوس په دې پوه شوي، چې ډېر ژر باید په اقتصادي او نورو برخو کې هم د استقلال خوند وویني او د دغې هیلې د پوره کېدو لپاره یې اسلامي امارت شپه او ورځ کار کوي.

افغانستان د کانونو، ښکلیو منظرو، اوبو او نورو امکاناتو له اړخه غني هېواد دی او ښکاري چې اسلامي امارت له دغو ټولو امکاناتو څخه په استفادې هڅه کوي، د پردیو له احتیاجه لکه د برېښنا په برخه کې هېواد او هېوادوال بیغمه کړي.

زه باوري یم، چې که هېواد کې همداسې کار روان وي، ډېر ژر به بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو یون ودرېږي، بهرنیو هېوادونو کې د افغان ناروغانو درملنې اړتیا به له منځه ولاړه شي او افغانستان به نورو برخو کې هم له احتیاج څخه خلاص شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته