کابل، د غوايی ۱۰ مه، باختر
د غور امنیتي مسوولینو په یاد ولایت کې د ۱۱۷ کیلوګرامه بېلابېلو نشه يي توکو د ضبط او په تړاو یې د ۳ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د غور د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ولایت په دولت یار ولسوالۍ کې ۳ تنه چې په یو موټر کې ۱۱۷ کیلوګرامه ایف ډوله نشه يي توکي ځای پرځای کړي وو او غوښتل یې کابل ته یې ولېږدوي، چې د یادې قومندانۍ د منسوبینو له لوري ونیول شول.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د یاد ولایت امنیتي ځواکونو د نشه يي توکو د قاچاق مخه هم نیولې وه.