خبرونهاقتصادTOP

د هېواد له ګمرکونو څخه د شاوخوا ۵۰ میلیارده افغانیو په ارزښت محمولو تګ راتګ کړی دی

کابل، د غوايي ۱۰مه، باختر
مالیې وزارت وايي چې د روان کال په لومړۍ میاشت کې، د هېواد د ګمرکونو له لارې زرګونو سوداګریزو محمولو تګ راتګ کړی دی.
د یاد وزارت په خپرپاڼه کې راغلي دي: “د مالیې وزارت له لوري د هېواد په ګمرکونو کې کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته د پام وړ آسانتیاوې برابرې شوي؛ د ګمرکونو فعالیتونه ۲۴ ساعته شوي، فساد له منځه وړل شوی، برېښنایي سکېنرونه او تلې فعالې شوي او توکي پر وخت او شفاف ډول طی مراحل کېږي.”
د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ د روان (۱۴۰۳) مالي کال په حمل میاشت کې د هېواد له ګمرکونو څخه د نږدې ۵۰ میلیارده افغانیو په ارزښت، زرګونه وارداتي، صادراتي او ټرانزیټي محمولو تګ راتګ کړی، چې مجموعي وزن یې ۱.۷ میلیونه ټنو ته رسېږي.
ویل شوي چې په تېر ۱۴۰۲مالي کال کې د ۱۴۰۱ کال په پرتله، د ګمرکونو چارو ۸.۲ سلنه پرمحتګ کړی او په روان مالي کال کې د ترتیب شوي پلان له پلې کېدو سره سم به د ګمرکونو په چارو کې لا ډېر ښه والی او پرمختګ رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته