کابل، د غوایي، ۱۰مه، باختر
د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د عامې روغتیا ریاست له لوري له دولتي او شخصي روغتیایي مرکزونو څخه څارنه تر سره شوه.
د یاد ولایت د عامي روغتیا رئیس ډاکټر سید احمد سعید د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د یاد ریاست د روغتیایې قوانینو او څارنې ټيم له ۱۸ شخصي روغتیایي مرکزونو، ۲۱ د غاښو کتنځایونو، ۲۲ لابراتوارونو، ۲۲ د قابلو کتنځایونو او د ۳۷ روغتیایي مرکزونو د لوحو څخه څارنه تر سره شوه.
د یاد ټیم له لوري ۷ شخصي روغتیایي مرکزونه، ۳۱ د تشخیص کتنځایونه، ۱۳ د غاښو کتنځایونه، ۱۲ لابراتوارونه، ۵ د قابلو کتنځایونه چې د روغتیایي اصولو سره سم یې فعالیتونه نه وه تر سره کړي وتړل شول، د دې ترڅنک د ۳۷ شخصي مرکزونو لوحې اصلاح شوې.
هغه زیاته کړه چې یاده پروسه به نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.