سیاستخبرونهاقتصادTOP

مالیزیا په افغانستان کې پانګونه کوي

کابل، د غوايي ۱۰مه، باختر 

په مالیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت سرپرست نقیب الله احمدي په خپل کاري دفتر کې د یاد هېواد د سوداګرۍ خونې د څېړنې او پرمختګ ادارې له رئیس داتوک ډاکټر سيد علي العطاس سره وکتل.

افغان سفیر په دغه کتنه کې د افغانستان د نوي نظام او شته اقتصادي فرصتونو رڼا واچوله او څرګنده يې کړه، چې مالیزیا د افغانستان دوست هېواد دی او د دواړو دولتونو اړیکې ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دي. 

نوموړي زیاته کړه؛ اسلامي امارت لېواله دی، چې مالیزیايي سوداګر په افغانستان کې پانګونه وکړي.

په ورته وخت کې د مالیزیا د سوداګرۍ خونې د څېړنې او پرمختګ ادارې رئيس په دغه کتنه کې وویل؛ غواړي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او نور سوداګر هم دغه کار ته وهڅوي.

هغه زیاته کړه: ( د وقف نړیوال کنفرانس به سږ کال اندونیزیا کې وي، چې تاسې ته هم د ګډون بلنه درکوو او هیله مند یم چې راتلونکي ٢٠٢٥ کال کې یاد کنفرانس په افغانستان کې جوړ کړو، موږ به په دې اړه د شورا له نورو غړو سره خبره وکړو).

هېره دې نه وي چې سیدعلي العطاس په مالیزیا کې ملي سوداګر، مشهور او مخور شخصیت دی، چې لس کاله د مالیزیا د سوداګرۍ خونې رئیس پاتې شوی او د نړيوال وقف شورا غړیتوب هم لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته