ښوونه او روزنه

په سمنګانو کې سلګونو نجونو او هلکانو حرفه زده کړه

کابل / د مرغومي ۲۵ مه / باختر
په سمنګانو کې نن پر هغو ۲۴۰ نجونو او هلکانو چې حرفوي زده کړې کړې دي؛ د فراغت سندونه ووېشل شول.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په ایبکو ښار کې جوړه شوې وه؛ د سمنګانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست سرپرست محمد اسحاق مطهر وویل چې یادو نجونو او هلکانو د خیاطۍ، فلزکارۍ، د ودانیو د ویرنګ کارۍ، د برېښنا مزو د غځولو او د برقي لوازمو د ترمیمولو په برخو کې په عملي او نظري ډول زده کړې وکړې.
دغه زده کړیز پروګرام د راستنیدونکو، کوچیانو او د هغو روږدو کسانو لپاره چې له درملنې وروسته خپل عادي ژوند پیل کړی دی، د څلورو میاشتو لپاره ترسره شو.
د سمنګانو والي محمد داوود کلکاني د دغه شان پروګرامونو ترسره کول د ټولنې وزګارو خلکو ته مهم وبلل او زیاته يې کړه چې دغه ځوانان د یادو حرفو په زده کولو سره کولای شي په ټولنه کې خلکو ته خدمت وکړي.
پای/ع\

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته