کابل، د غوايي۵مه، باختر
د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د فاروقیه دارالعلوم او دارالحفاظ ودانۍ د دغه ولایت د ځايي چارواکو او قومي مخورو په شتون کې پرانیستل شوه.
د یادې ودانۍ لګښت د نیازیو قومي شورا د هڅو په پایله کې د ملي سوداګرو او ځايي اوسېدونکو له لوري ورکړل شوی دی.
د پروان مرستیال والي مفتي محمد ادریس انوري د یاد دیني مرکز د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې دیني مراکز د ټولنې اساس جوړوي او د بډاینې په موخه باید هڅې لا ډېرې شي.
نوموړي د زده کړو په برخه کې د آسانتیاوو برابرول د حکومت مکلفيت وباله او له خلکو یې وغوښتل ترڅو یاده برخه کې همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د نیازیو قومي شورا مالي او اداري مسوول په یادو مراسمو کې وویل چې دغه دیني مرکز د دوو کلونو په موده، چې د ځایي خلکو او سوداګرو په مالي مرسته د نیازیو سیمه کې په شاوخوا ۹۰۰ متره مربع ځمکه کې په درې پوړونو کې د ۳۶ خونو، لوي انګړ، پخلنځي، اودس ځای او نورو اړینو برخو په درلودلو سره د ۲۵۰ زره ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې یاده مدرسه په یو وخت کې د دارالحفاظ او دارالعلوم برخه کې د ۱۵۰۰ زده کوونکو منلو ظرفیت لري او ۵۰۰ تنو ته به لیله هم برابره کړي.