خبرونهښوونه او روزنه

فاریاب کې د څه باندې ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځی جوړ شو

کابل، د غوایی ۵ مه، باختر

د فاریاب د پوهنې ریاست مسوولینو د یاد ولایت په المار ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د جوړېدو او پرانیستلو خبر ورکړی دی.

د فاریاب د پوهنې رییس مولوي سید حفیظ الله معتصم بالله د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د المار ولسوالۍ په سر چشمه غلبله سیمه کې د ناروې د شاهي دولت په مالي ملاتړ  او د دارت دفتر له لوري د ۲۴ میلیونه ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د تیموري په نامه یو ښوونځی په اساسي توګه په دوو پوړونو کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

نوموړي وويل، چې یاد ښوونځی ۱۳ درسي خونې، مجهز لابراتوار، احاطوي  دېوال، د ساتونکو خونه، په فرنیچر سمبال اداري خونې، د اوبو څاه، د لوبو ميدان، او ورته نورې اسانتیاوې لري.

هېره دې نه وي چې د سیمې خلک د یاد ښوونځي په جوړېدو خوښ دي او له مسوولینو د ورته نورو ټولګټو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته