کابل، د غوايي ۶مه، باختر
په دې وروستیو کې په دې اړه خبرونه خپاره شوي دي، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د اسلامي امارت مجاهدینو ته تعلیمي سندونه ورکوي.
د دا ډول خبرونو خپرول غیر مسلکي، غیر حرفوي او د شخصي او ډله ییزو موخو څخه ډک دي، چې تل په عقده مند او پروژه ییزه بڼه د مستعارو نشراتي پاڼو څخه خپریږي.
د یادولو وړ ده، چې د هغې طرحې پر بنسټ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړوادارې له لوري چمتو او د ریاست الوزرا د مقام لخوا منظور شوې ده؛ مجاهدين په ټول هېواد کې د تعلیمي سویې له تثبیتېدو وروسته د يو نيم کال لپاره د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د ادارې او مديريت په برخه کې ځانګړي ډول زده کړې ترلاسه کوي.
په دې طرحه کې مشخص شوي هغه مجاهدین، چې د جهاد د دورې د شرایطو له امله يې زده کړې نیمګړې پاتې وي د علمي کچې د تثبیت آزموینې وروسته به په لسم او دیارلسم ټولګیو کې شامل شي.
په دې طرحه کې د مجاهدینو لپاره د زده کړې د زمینې د برابرولو ټول اړخونه په پام کې نیول شوي دي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره له هېوادوالو څخه غواړي، چې د هغو منفي اعلاناتو بار لاندې نه اوسي، چې د اسلامي امارت نظام په وړاندې په مختلفو بڼو وړاندې کېږي او د داسې رسنيو له خوا په خپرو شويو خبرونو باور ونه کړي.