اقتصاد

آسیایی پراختیایی بانک د ۱۰۰۰ لمریزو څراغونو مرسته وکړه

کابل باختر د وږي د مياشتې ٢٢ مه
آسیایي پراختیایي بانک د افغانستان له برښنا شرکت سره د ۱۰۰۰ څراغي سولر پنلونو مرسته وکړه.
ددې څراغي سولرپنلونو مالي مرسته دآسیایي پراختیایي بانک له خوا شوی چې ټول لګښت یی کابو۵۰ زره امریکایی ډالرو ته  رسیږي .
ټاکل شوې چې دا څراغي سولرپنلونه هغو کورنیو ته وویشل شي چې د مهاجرینو په کمپنونو کې ژوند کوي او د برښنا د انرژۍ څخه محرومه دی.
همدا راز په دوهم فیز کې یی به ۳۰۰۰۰ نور سولر پنلونه هم چمتو او  هغو کلیو او بانډو ته به وویشل شی چې د برښنا د نعمت څخه بی برخې دی.
نوموړی سولرپنلونه یوازی د روښنایی او د موبایل د چارچیدو لپاره دی او ټاکل شوی چې ۱۰۰ باکس سولرپنل چې له ځانه سره یخچال، تلویزیون  او پنل لری د سرحدی کلیو لپاره چمتو، دکلیودبياجوړولواوپراختیا وزارت اوپه پارلماني چاروکې ددولت وزارت په مرسته د کال تر اخیره پوری وویشل شی.
د افغانستان برښنا شرکت ژمن دی چې د هر هیواد وال کورونو ته متوازنه برښنا رسونه وکړی.ختم- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته