کابل باختر دوري پنحه ويشتمه :
درې تنه ملکي وګړي په روزګان ولايت کې دطالبانو دراکټي بريد له امله ټپيان شول .
په دغو ملکي وګړو پرون ناوخته د طالبانو له خوا راکټي بريد وشو .
په روزګان ولايت کې د ملي اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې دوسله والو طالبانو په دې راکټي بريد کې درې تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
په همدې حال کې دروزګان ديو روغتون ډاکترانو دطالبانو ددغه راکټي بريد ددوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ