امنیت

دبدخشان ولايت دنشه يي توکو، مسکراتو اوجرمونو سره دمبارزې عدلي اوقضايي مرکز يو ورکشاپ جوړشو.

کابل باختر د چنګاښ ١٢ :
دبدخشان ولايت دنشه يي توکواومسکراتو له جرمونوسره دمبارزې عدلي اوقضايي مرکز پرون ددغه ولايت دکنفرانسونو په سالون کې يوورکشاپ جوړشو.
ددغه يو ورځنۍ ورکشاپ دجوړولو هدف دنشه يي توکو دجرمونو دڅرنګوالي څيړنه او دنشه يي توکو دقاچاقو پرخلاف دمبارزې داړوندو ارګانونو پياوړتيا  او همغږي ده چې دبدخشان ولايت دنشه يي توکو اومسکراتو له جرمونوسره دمبارزې  دعدلي اوقضايي مرکز له خوا جوړشوى دى.
دبدخشان والي ډاکتر شاه ولي الله اديب  ددغه ورکشاپ دپرانستلو په وخت کې وويل ، په دغه ولايت کې  دکوکنارو په کرکيله  کې په سلو کې ديرش  کمښت راغلى دى  اوهم په سلو کې لس کرل شوي کوکنار دبدخشان ولايت دامنيتي  ځواکونو له  خوا ويجاړشوي دي.
دبدخشان والي دکوکنارو دکرکيلي دبديل په باب وويل چې  موږ دکوکناروپرځاى دنورو ګټورو بوټو په کرکيله کې نور پروګرامونه لرو چې دفارمونو اودنورو بوټو دکرکيلي  دروزنيزو پروګرامونو جوړول  ،  دبزګرانو اومالدارانو محصولاتودساتنې په خاطر دسړو خونو اوداوبولګولودکانالونو جوړول شامل دي  چې اوس دکشم او خاش په ولسواليو کې کاريې دوام لري اوټاکل شوې ده نورو ولسواليو ته پراختيا ورکړى شي.
په همدې حال کې  دنشه يي توکو  پرخلاف دمبارزې داستيناف څارنوالۍ رييس څارنمل زلمي قاسميار وويل، دکوکنارو  دکرکيلي خطر نه يوازې  زموږ هيواد اوخلکو ته متوجه دى بلکې زيان يې ټولې نړۍ ته رسيږي.
دغه راز په دې ورکشاپ کې دبدخشان ولايت له نشه يي توکو  اومسکراتو  دجرمونو پرخلاف دابتدائيه محکمې مرستيال اوله نشه يي توکوسره دمبارزې دتدقيق لوى مدير هريو  دموضوع په باب  خبرې وکړې.
دورکشاپ کار دبدخشان والي ته دلوى څارنوالۍ دستاين ليک په ورکولو سره چې له نشه يي توکوسره دمبارزې په کار کې  وړتيا ښودلې ده پاى ته ورسيد.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته