خبرونهاقتصادTOP

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست له نغلو برېښنا پروژې څخه لیدنه وکړه 

کابل، د غويي ۱۵مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور، د نغلو ۱۰ ميګاواټه لمريزې برېښنا پروژې څخه ليدنه کړې او د دې پروژې د چارو پرمختګ يې د قناعت وړ بللی دی.

منصور، د دې ليدنې پر مهال له اړوندو مسئولينو سره د یادې پروژې د کيفيت او اهمیت په اړه هم خبرې کړې دي.

د يادونې وړ ده چې د نغلو ۱۰ميګاواټه لمريزه پروژه، د اوبو او انرژۍ وزارت له مهمو پروژو څخه ده چې د «عوفي بهرام» د کانونو د استخراج او پروسس شرکت په پانګونې سره پلي کېږي او تر اوسه یې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته