کابل باختر د تلې يو ويشتمه :
په دايکنډي کې د ديرشو بسترو په ظرفيت يو روغتون په نږدې راتلونکې کې پرانستل کيږي .
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې:
ددغه روغتون د ودانۍ د جوړولو کار چې د امير المومنين په نامه نومول شوى دى، د پنځه زره مربع متره ځمکې په ساحه کې د نيلي ښار د سنګوم په سيمه کې په څلورو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي او ډير ژر به پرانستل شي .
ټاکل شوې ده دغه روغتون چې د آيت الله العظمى سيستاني په مالي مرسته د يو تخصصي او پرمختللي روغتون په توګه ددايکنډي ولايت د خلکو د روغتيايي ستونزو دلرې کولو په لاره کې په پرمختللو طبي تجهيزاتوسره فعاليت وکړي .
ختم_ ج _ اکرم