کابل باختر دوري اوولسمه :
دجلال اباد ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو کې نن ددوو پرله پسې چاودنو له امله درې تنه ووژل شول او نولس تنه نور ټپيان شول .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي ددغې پيښې په تاييدولو سره وايي چې په وژل شويو کسانو کې دوه ښځې هم شاملې دي . او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي .
ده زياته کړه چې تراوسه پورې ددغې چاودنې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستې . ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ