فرهنګ

په تيرو نهومياشتوکې ٨٢٧ تنه ورځپاڼه ليکوونکي وژل شوي دي

-نيويارک  باختر د لړم  يوولسمه :
د ملګروملتو د سازمان رونيز، علمي او فرهنګي موسسې يونسکو په خپل نوي رپوټ کې اعلام وکړ چې له ٢٠٠٦ ميلادي کال څخه تر ٢٠١٥ کال پورې څه ناڅه ٨٢٧ تنه ورځپاڼه ليکوونکي د رپوټونو او خبرونو د برابرولو په وخت کې وژل شوي دي.
  ٢٠١٥ کال د ١١٥ تنو ورځپاڼه ليکوونکو په وژل کيدو سره په تيرو لسو کلونوکې د دغه ټولکي کسانو لپاره دويم مرګانى کال و.
  په دې رپوټ کې چې په پاريس کې خپور شوى دى، ويل شوي دي: په دې ترتيب  په  هرو پنځو ورځوکې يو خبريال تر خپل  پوښښ لاندې سيمې د رپوټ د برابرولو په حال کې وژل شوى دى.
دغه خبريالان زياتره په سوريه ، عراق، يمن او ليبيا کې د دندې د ترسره کولو په حال کې وو او زياتره دغه وژنې له مجازاتو پرته پاتې دي.
د دغه رپوټ ليکوال دغه راز د ورځپاڼه ليکوونکو پرخلاف ددغه شان نورو ډول ډول محدوديتونو او زور زياتى خبر ورکوي او يادونه کوي چې دوى په وروستيو  کلونوکې دغه راز د يرغمل نيونې، په خپل سر د نيونو، د فشار او ځورونې او د سندونو او مدارکو د ضبط  قرباني شوي دي چې په سختۍ سره د هغو په ترلاسه کولو بريالي شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته