خبرونهنړۍ

اسرایلو په خپلو زندانونو کې فلسطیني زندانیان شکنجه کړي

نړۍ، د لیندۍ ۱۱ مه، بهرنۍ رسنۍ

وروسته ترهغې چې د غزې په روانه جګړه کې د لنډ مهالي اوربند پر مهال د حماس غورځنګ او صهیونستي رژیم ترمنځ د زندانیانو تبادله ترسره شوه، یو شمېر ازاد شوي فلسطینيان وایي اسرایلو ورسره په زندانونو کې بد چلند کړی او د دوی د زورولو لپاره یې ان له سپیو څخه کار اخیستی.

دوی وایي اسرایلي پوځیانو یې لاسونه او پښې ورماتې کړي او په بد روغتیایي وضعیت کې یې د سره صلیب نړیوالې کمیټې ته سپارلي دي.

یادې کمیټې هم منلې چې د تبادلې پر مهال د ځینو زندانیانو درملنه د دوی له لوري په امبولانسو او یاهم سیارو کلینکونو کې شوې ده.

د ځینو رسنیو د راپورنو له مخې؛ اسرایلي زندانونو کې دغه راز زندانیانو ته کافي او پر وخت خوراک نه دي ورکول شوي او تشناب ته د تګ او خوب په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې او هغو روغتونونو چې د دغو زندانیانو د معایناتو مسولیت یې پر غاړه درلوده وایي، چې د دغو زندانیانو اکثریت یې روغتونونو کې بستر کېدو ته اړتیا لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته