خبرونهسیاستفرهنګTOP

عزیزي: بي بي سي باید د افغانانو دیني او ملي ارزښتونو ته درناوی ولري او حقایق منعکس کړي

کابل، د غوايي ۳مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په داسې حال کې، چې د خپرونو چارو معینیت سرپرست مولوي ضیاءالحق حقمل او په خپرونو د نظارت او څار رئيس ډاکټر عبدلواحد ریان هم شتون درلود د جنوبي اسیا لپاره د (بي.بي.سي)له مشرې جکي مارتینس سره وکتل.
د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په دغه کتنه کې وویل چې اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره افغانستان کې د رسنیو، خبریالانو او بیان د ازادۍ ملاتړ کوي.
عزیزي زیاته کړه، (بي.بي.سي) چې د افغانستان لپاره د خپرونو اوږده مخینه لري لازمه ده، چې د افغاني ټولنې حساسیتونو او ځانګړتیاوو ته ډېره پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معینیت سرپرست مولوي ضیاءالحق حقمل په دغه کتنه کې وويل چې (بي.بي.سي) که غواړي په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي نو اړينه ده، چې له هغو خبرونو او شائعاتو خپرولو څخه ډډه وکړي، چې هغه د افغانانو ترمنځ د نفاق او تعصب سبب ګرځي.
په همدې حال کې په خپرونو د نظارت او څار رئیس ډاکټر عبدالواحد ریان یو شمیر هغه مستند موارد د بي بي سي مشرې ته ور وښودل, چې په تېرو څو میاشتو کې د بي بي سي راډیو ، بېلابېلو برخو او خپرنیزو منابعو خپاره کړي.
هېره دې نه وي، چې د جنوبي اسیا لپاره د (بي.بي.سي) مشرې جکي مارتینس په دغه کتنه کې ډاډ ورکړ، چې دوی به دغه نواقص او ملاحظات له ځان سره یوسي او د ستونزو د حل لپاره به له خپلو مسؤلینو سره ورباندې اړیني خبرې وکړي او له پايلو څخه به یې وزارت خبر کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته