کابل، د غوايي ۴مه، باختر
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي نجیب الله حنیف وایي د اختر په شپو ورځو کې یې کنړ ته ورغلي ټول سیلانیان ثبت کړي او شمېرې ښيي، چې د کوچني اختر په نهه ورځو کې دې ولایت ته د هېواد د بېلابېلو ولایتونو څخه ۱۱۹ زره او ۸۵۳ سیلانیان ورغلي دي.
د حنیف په خبره وروستیو بارانونو کنړ ته د لا ډېرو سیلانیانو د ورتګ مخه ونیوله او اکثریتو هېوادوالو وه نه شوای کړی، تېر اختر کې له کنړ څخه لیدنه وکړي.
اقتصادي کارپوه استاد صادق وایي کنړ ته د سیلانیانو ورتګ د دې ولایت په اقتصاد مثبت اغېزه لري او له حکومت څخه غواړي چې په دغې برخه کې پانګونه وکړي.