خبرونهفرهنګټولنهTOP

هرات کې د کتاب نندارتون پرانیستل شو

کابل، د غوایی ۱۰ مه، باختر
په هرات کې د خواجه عبدالله انصاري د ۱۱۴۹ تلین په مناسبت د کتاب نندارتون پرانیستل شو.
دغه نندارتون د (مطالعې فرهنګ د ودې) تر سرلیک لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین او د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي په شتون کې پرانیستل شو.
فراهي د دغه نندارتون د پرانیستلو پر مهال د کتاب لوستل د افغانانو کم رنګه شوی فرهنګ بللی او زیاته کړې یې ده چې باید د دولت او خصوصي سکټور په همکارۍ بېرته ژوندی شي.
هغه له هنرمندانو او لیکوالانو څخه د ملاتړ ترڅنګ ویلي چې باید د علم په ډګر کې پرمختګ وشي او له دغه کاروان څخه افغانان ورسته پاتې نه شي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد نندارتون د پرانیستلو پر مهال د هرات ولایت سیمه ییزو مسوولینو، لیکوالانو، سپین ږیرو او یو شمېر ځوانانو برخه اخیستې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته