خبرونهاقتصادفرهنګ

کندهار ته ۱۱ بهرنیو سیلانیانو سفر کړی دی

کابل، د غوايی ۲ مه، باختر

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو د دغه ولایت له تاریخي او لرغونو ځایونو څخه د ۱۱ ایټالیايي سیلانیانو د لیدنې خبر ورکړی دی.

سرچینې زیاته کړې چې دغه سیلانیان به د یاد ولایت له تاریخي او لرغونو ځایونو څخه لیدنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په تېرکال کې هم د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه سلګونه بهرني سیلانیان کندهار ته تللي وو او د یاد ولایت له تاریخي ځایونو او ابدو څخه یې لیدنه کړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته