کابل باختر دوري نهمه :
په فراه ولايت کې تيره شپه دافغان امنيتي ځواکونو په ځمکني او هوايي عملياتو کې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او امنيتي ځواکونه ددغې ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې خپلو عملياتو ته دوام ورکوي .
دفراه ولايت يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې په بالابلوک ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو له امله دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اوولس تنه نور ټپيان شول .
ده زياته کړه: په دغو عملياتو کې دطالبانو څلور ليږدونکي واسطې هم ويجاړې شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ