امنیت

په غزنې کې اتو تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢١ :
په غزني ولايت کې  له امنيتي ځواکونوسره په جګړه کې  درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول.
دغزني ولايت يوه امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته وويل ؛ پرون  د٢٠٣  تندرقول اردو  منسوبين  ددغه ولايت د واغز ولسوالۍ په ناني سيمه کې  د دښمن له يوه کمين سره مخامخ شول.
ده وويل : ددغې جګړې په بهيرکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول.
دغه راز بايد وويل شي چې  دوسله والو طالبانو يوه اندازه وسلې او مهمات هم دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته