فرهنګ

پنځه څلويښتو تنو انځورګرو خپل هنري کارونه په مزارشريف ښارکې نندارې ته وړاندې کړل

مزارشريف باختر دوږي دمياشتې ١٩  نيټه  :
د هېواد د شمال له دريو ولايتونو څخه ٤٥ تنو انځورګرو نجونو خپل څه د پاسه ٧٠ هنري آثار په مزارشريف ښارکې نندارې ته وړاندې کړل.
د باختر آژانس دخبرله مخې:
دغو انځورګرو نجونو د خپل دغو هنري نندارتونو د جوړولو موخه د نجونو هنري استعدادونو ته د دولت د پاملرنې جلبول، د سولې د فرهنګ رواجول او په ټولنه کې د ښځو د رول په ډاګه کول وبلل.
د انځورګرۍ د نندارتون مسوول غفور ابرار د دغه نندارتون د جوړولو موخه په ټولنه کې د انتزاعي انځورګرۍ د مدرن هنر رواجول وبلل چې انځورګرې نجونې کولاى شي خپله ستونزه او احساس د انځورګرۍ د هنر له لارې ټولنې ته بيان کړي.
د جوزجان له ولايت څخه انځورګرې رزمادبلخ له ولايت څخه انځورګرې عاقلې چې خپل هنري آثار يې ننداري ته وړاندې کړي دي او د نندارتون  د جوړولو له امله خوشخالې وې؛ وويل چې دا کار په هېوادکې دانځورګرو او هنرپالو  ځوانلانو او تنکيو ځوانانو د هڅونې سبب کيږي او د انځورګړۍ د هنر د پراختيا  په لاره کې يې د دولت د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د يادونې وړده چې د بلخ، جوزجان او سمنګانو له ولايتونو څخه دغو انځورګرو نجونو د دوو ورځو لپاره خپل څه ناڅه اوويا هنري آثار نندارې ته وړاندې کړل.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته