خبرونهټولنه

کابل؛ د حاجي یعقوب څلور لارې د ښکلا چارې بشپړې شوې

کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر

کابل ښاروالۍ وايي چې د دغه ښار د څلورمې او لسمې ناحیې اړوند د حاجي یعقوب څلور لارې د ښکلا چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال محمد نبي عثماني له خوا پرانیستل شوه.

د دغه څلور لارې د پرانیستلو پرمهال د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال محمد نبي عثماني د هغو خصوصي سکټور له پخوانیو مرستو څخه چې د ښاري ښکلا د برنامو په پلې کولوکې یې ترسره کړې مننه وکړه او ويې ويل چې د ښاري ښکلا په رامنځته کولو سره د ښار په څېره کې مثبت بدلون رامنځته شوى چې د روښانه راتلونکي لپاره په رواني ليد او د هوسا ژوند په رامنځته کولو کې مهم رول لري.

حاجي یعقوب په څلورلارې کې د ښکلا سمبول په پخواني او عصري معمارۍ سره په معیاري او اساسي بڼه، د ۸ مترو په لوړوالي سره چې،ښکته برخه یې ۴ متره قطر لري، د کورنیو تولیداتو په کارولو د یو میلیون افغانیو په لګښت د دوو میاشتو په موده کې جوړ شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته