امنیت

پنځلس طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د زمري ۲۰مه / باختر
پنځلس وسله وال طالبان نن په قندهار کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
د قندهار د امنيې قومندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د قندهار ښار د اوومې او ١۵ حوزو په مربوطاتو کې ترسره شول، ووژل شول.
هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ٨ نور طالبان ټپيان شول او د هغوى ١۴وسلې او مهمات له منځه يوړل شول.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه ٢۵ وسله وال طالبان په قندهار کې په هوايي بريد کې وژل شوي وو.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته