فرهنګ

محمد طاهر زهير: ټول بايد د هوا د ککړتيا پرخلاف مبارزه کې ونډه واخلي

کابل / د مرغومي ۲۵ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د ( په کابل ښار کې د هوا د ککړتيا پر خلاف مبارزه کې د خبريالانو، فرهنګيانو او ښاريانو رول) په اړوند جوړ شوي پروګرام کې وويل: په کابل ښار کې د هوا د ککړتيا يوه جدي ټولنيزه او روغتيايي ستونزه ده؛ پر دغې ستونزې د لاسبري لپاره د ټولو ګډو هڅو ته اړتيا ده، د هوا د ککړتيا پرخلاف مبارزه د يو بنسټ او يا يوې ادارې کار نه دى، بايد ټول د دغې ستونزې پر وړاندې ودرېږو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ محمد طاهر زهير په دغه پروګرام کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معينيت په نوښت او د چاپېريال ساتنې ادارې په همغږۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تالار کې جوړ شو، د چاپېریال ساتنې د ارزښت او د هغو عواملو چې د هوا د ککړتيا سبب کېږي، خلکو ته پر پوهاوي ورکولو ټينګار وکړ. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له رسنيو څخه وغوښتل چې خلکو ته د ککړې هوا د زيانونو په اړه د پوهاوي ورکولو په برخه کې زياتې هلې ځلې وکړي. زهير وويل: د رسنيو له خاوندانو او فرهنګيانو څخه زما غوښتنه دا ده چې د خپلو دوامدارو او ورځینو پروګرامونو له لارې د هوا د ککړتيا د زيانونو پيغامونه خلکو ته ورسوي چې خلک په کابل کې د ککړې هوا عواملو ته متوجه واوسي او پر هغو خطرونو چې د دوى روغتيا زیانمنوي، خبر شي.
د چاپېريال ساتنې ادارې مسلکي معين عزت الله صديقي په دغه پروګرام کې وويل: د ککړې هوا له پلوه د کابل حالت د خطر تر کچې لوړ شوى دى او دا د ښار اوسېدونکو ته يو جدي ګواښ دى. دا زموږ مکلفیت دی چې حالت تر کنټرول لاندې راولو او دا کار هغه وخت شونی دى چې موږ يو موټي شو، له ککړې هوا څخه رامنځته شوي بحران همعږۍ، همکارۍ او د سرچینو مدیریت ته اړتيا لري. هغه د ترانسپورت او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو، کابل ښاروالۍ او نورو بنسټونو څخه چې کولاى شي له ککړې هوا څخه د رامنځته شوي بحران په مديريت کې له چاپېريال ساتنې ادارې سره مرسته وکړي، وغوښتل چې له دې ادارې سره همغږي شي.
دغه راز په پروګرام کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېواى شرق هم خبرې وکړې او هغه عوامل يې په ګوته کړل چې د هوا د ککړتيا سبب شوي دي. هغه په دې برخه کې د غوڅو او جدي اقداماتو پر ترسره کولو ټينګار وکړ.
د باختر اطلاعاتي آژانس رييس نجيب الله شينواري هم د یاد پروګرام يو ويناوال و. هغه د اکولوژيک ژورناليزم او يا (چاپېريال ساتنې ژورناليزم) تر عنوان لاندې د نوي ژانر پر جوړولو رڼا واچوله او ټينګار يې وکړ، د ککړې هوا د هغه جدي خطر په پام کې نيولو سره چې د هېواد د اوسېدونکو په ځانګړې توګه د کابليانو ژوند او سلامتیا ته يې پېښ کړی دی، د افغانستان رسنۍ بايد په خبريالۍ کې د دغه نوي ژانر ودې او پراختيا ته زياته پاملرنه وکړي.
دغه راز شينواري د چاپېريال ساتنې او د هوا د ککړتيا پرخلاف مبارزه کې د هېواد د رسنيو د دندې او رول په اړوند خبرې وکړې.
د دولتي ورځپاڼو رييس محمد فريد فرهنګ هم په خپلو خبرو کې د غونډې برخه والو ته د افغانستان چاپېريال ساتنې ادارې د پروګرامونو په برخه کې د دولتي ورځپاڼو د ملاتړ ډاډ ورکړ.
بايد وويل شي چې په کابل کې د هوا د ککړتيا کچه له سرې کرښې تېره شوې ده او دغه ښار د نړۍ په لسو ککړو ښارونو کې شامل شوى دى.
پاى\ ذ \ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته