سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د انسانیت دښمنه؛ امریکا د بشرپالنې تمثیل کوي

تبصره

تېره اوونۍ امریکا په اوکراین، منځني ختیځ او د نړۍ په نورو برخو کې د جګړو د روانو ساتلو او لا ګرمولو په موخه ۹۵ میلیارده ډالر مرسته منظور کړه.

د دغو مرستو یوه لویه برخه یې اسرایلو ته ځانګړې شوې او ښکاره خبره ده، چې د اسرایلو صهیونست رژیم به دغه پیسې د بېګناه او بې دفاع ملکي فلسطیني وګړو د وژلو او زورولو لپاره استفاده کوي.

امریکا په غیرې مستقیمه توګه د فلسطینیانو د وژلو او د هغوی د ځمکو د غصب په برخه کې د اسرایلي صهیونست رژیم ملاتړ په داسې مهال کوي، چې تازه یې د بهرنیو چارو وزارت له لوري د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د بشر ضد کړنو په اړه راپور خپور او ویلي یې دي، چې ګواکې ځینې هېوادونه د انسان حقونه تر پښو لاندې کوي او د بشر ضد کړنې ترسره کوي.

امریکا دغه ادعا په داسې مهال کوي، چې په ډېرې سپین سترګۍ سره په خپلو بشر ضد کړنو سترګې پټوي او د وروستیو راپورونو په حواله د امریکا پولیسو هغه لاریون کوونکي او محصلین هم نیسي او ربړوي یې، چې د غزې په ملاتړ لارو کوڅو ته راوځي او د اسرایلو پر ضد شعارونه ورکوي.

که له اسرایلو سره د امریکا، انګلستان او ځینو نورو هېوادونو ملاتړ نه وي، هېڅکله د فلسطینیانو ځمکې نه شي غصبولی او نه یې شي وژلی ، خو دا د امریکا مرستې دي، چې صهیونست رژیم یواځې په تېرو شاوخوا شپږو میاشتو کې د غزې ۳۵ زره فلسطینیان، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي شهیدان او نږدې اتیا زره یې ټپیان کړل، د بې ځایه شویو او له لوږې سره د مخ کسانو خو شمېر نږدې دوه میلیونو کسانو ته رسیږي.

که امریکا ریښتیا هم بشرپالنه غوښتلی، نو همدغه میلیاردونه ډالر یې باید په نړۍ او په ځانګړې توګه غزه کې د جګړو د پای ته رسولو او د وږو خېټو د مړولو لپاره کارولې وای.

نو په دې اساس نړۍ او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو سازمان ته پکار ده، چې د امریکا، اسرایلو او ځینو نورو هېوادونو د دغې سپین سترګۍ مخه ونیسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته