خبرونهاقتصادټولنهTOP

د شاوخوا ۹۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ د درېیو مهمو پروژو چارې پیل شوې

کابل، د غويي ۸مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید او د کابل والي ملا امین الله عبید په شتون؛ د کابل ښاروالۍ له بودجې څخه د شاوخوا ۹۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت، د سړک جوړولو د درېیو مهمو پروژو چارې نن پیل شوې.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر یاسر زمرک، د یادو پروژو په اړه رسنیو ته وویل: په کابل ښار کې نن موږ د سړک جوړولو د درېیو مهمو او مؤثرو پروژو د کار د پیل افتتاح لرو چې شاوخوا ۹۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

یاسر زیاته کړه چې د یادو پروژو له جملې څخه یوه یې د خيرخانې مينې کوتل سړک د دويم لاټ جوړول دي چې ۲۵۲۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري او ټاکل شوې ده د څه باندې ۳۶۴ ميليونه افغانيو په لګښت، د رغولو چارې يې تر راتلونکو ۲۰ مياشتو پورې بشپړې شي او په ګټې اخيستنې سره به يې د خلکو ټرانسپورټي او ټرافيکي ستونزې تر ډېره بريده حل شي.

هغه له کابل ښاریانو څخه وغوښتل چې د یادې پروژې د خنډونو لرې کولو، د پروژو د تطبیق او د ښار د سمسورتیا او تنظیف په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي. 

د کابل ښاروالۍ د مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ دویمه پروژه له قصبې څخه تر شهید څلورلارې پورې د سړک جوړول دي چې ۱۹۰۰ متره اوږوالی لري او ۱۷۵.۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او تر راتلونکو ۱۲ میاشتو پورې به یې چارې بشپړې شي.

همدا رنګه، درېیمه پروژه له کابل نړیوال هوايي ډګر څخه تر ګمرک پورې د سړک جوړولو پروژه ده چې ۴۰۷ میلیونه افغانۍ لګښت پر راځي او ټاکل شوې ده چارې یې تر راتلونکو ۲۰ میاشتو پورې بشپړې شي. 

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښاروالۍ د تېر مالي کال په بهیر کې، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۲۰۹ کوچنۍ او لویې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارلې او اوسمهال د ښار په ۲۲ ناحیو کې د ۱۲۰ پروژو کار جریان لري چې په تطبیق سره یې له یوې خوا د ښار د آبادۍ او سمسورتیا سبب کېږي او له بلې خوا ګڼ شمېر هېوادوالو ته په کې د کار زمینه برابرېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته