خبرونهټولنه

لغمان او بلخ ولایتونو کې دوه بېلا بېلې شخړې حل شوې

کابل، د غوایی ۸ مه، باختر

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مسؤلینو، قومي مشرانو، سپین ږیرو او دیني عالمانو په منځګړیتوب لغمان او بلخ ولایتونو کې دوه بېلا بېلې شخړې حل شوې دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ د سایکل درې د ملک خېلو او انګړ خېلو قومونو ترمنځ تر ۱۴ کلنې دښمنۍ او په بلخ ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر تر شخړې وروسته جوړه وشوه.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په یادو ولایتونو کې د دغو دښمنیو له کبله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه.

د یادونې وړده، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د دویمو واحدونو د مسوولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو په همکارۍ  تردې دمه سلګونه ورته لویې او وړې شخړې حل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته