خبرونهامنیت

په نیمروز کې د نشه یي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او لمنځه یوړل شوه

کابل، د غوایی ۸ مه، باختر

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ مسؤلین وایي چې د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د تولید یوه کارخونه  کشف او له منځه وړل شوې ده.

د دلارام ولسوالۍ د امنیې قومندان ملا محمد ابراهیم هېواد د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د دغه ولسوالۍ په دهمزنګ سیمه کې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده. 

هغه زیاته کړه چې له یادې کارخونې  ۸۵ کیلو ګرامه اېف ډوله نشه يي توکي، ۳۵ کیلو ګرامه پوډر، ۱۲ ډبې ستون، او د نشه يي توکو د جوړولو لپاره اړوند توکي لاسته راغلي و چې د مسوولینو په شتون کې وسوځول شول.

هېره دې نه وي چې د یادو عملیاتو پرمهال یو له یو میل کلاشینکوف سره هم نیول شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته