اقتصاد

د ملي دفاع وزارت د ۱۳۹۵ مالي کال په اعاشوي قراردادونو کې ۸۰۰ میلیونه افغانۍ سپما شوې

  کابل  باختر دکب دمياشتې ٢٧:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون فوق العاده غونډه تير ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د ۵،۵ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۵ قراردادونه منظور شول. په منظور شویو قراردادونو کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د اعاشوي موادو تدارک، د ملي اردو هوایي انتقالات او د شمال زون د اوسپنې د کرښې د تخنیکي مطالعاتو د پروژو د قرارداد موده تمدید او د تورغوندۍ – کشک، رباط پریان څخه د هرات تر هوایي ډګر پورې د اوسپنې د کرښې د تخنیکي مطالعاتو پیلول شامل دي.
د ملي دفاع وزارت د ۱۳۹۵ مالي کال په اعاشوي قراردادونو کې  ۸۰۰ میلیونه افغانۍ سپما وشوه  او د تېر قرارداد په تناسب د ملي اردو د هوایي انتقالاتو په بیه کې ۲۷۰ میلیونه افغانۍ کموالی راغلی دی.
د هېواد جمهور رئیس د کورنیو چارو وزارت موظف کړ، چې په راتلونکو درېو میاشتو کې د ولایتي قراردادونو د اصلاح او زیاتې قانونمندۍ په برخه کې جدي اقدامات وکړي. هغه ټینګار وکړ، چې په تدارکاتي پروسو کې د قانون له تطبیق څخه د سرغړونې او ناوړه ګټه اخیستنې په صورت کې مرتکبین تر عدلي او قضایي څارنې لاندې نیول کېږي.
په دې غونډه کې د امنیه قوماندانیو او د کونړ، کندز، ننګرهار او کاپیسا دولایتونو د سرحدي پولیسو اعاشوي او د سون توکو ۶ قراردادونه د یوې ربعې لپاره تائید شول.
همدارنګه د ملي تدارکاتو کمیسیون  تر دره صوف پورې د یکاولنګ سرک د ډیزاین او جوړولو لپاره د فواید عامې وزارت په پیشنهادي حل لاره باندې بحث وکړ او د هغه د ډیزاین او ساختمان په هکله یې مشخصې لارښوونې وکړې.
د هېواد جمهور رئیس د ښوونخیو د کتابونو د چاپ په هکله د مالیې او پوهنې وزارتونو د راپور په هکله وویل، حکومت به د داخلي مطبعو او داخلي خصوصي سکتور ملاتړ وکړي او په دې برخه کې د خدماتو وړاندې کول باید باکیفیته، چټک او مناسب وي.
د هېواد جمهور رئیس له داخلي تولیداتو څخه په ګټه اخیستنې ټینګار وکړ او وې ویل، داخلي تولیدات باید په ټولو برخو کې پیاوړي شي.
د ملي تدارکاتو کمیسیون په ۴۶ اونیزو او فوق العاده غونډو کې د څه دپاسه ۱۰۰ ملیاردو افغانیو په ارزښت ۶۵۰ قراردادونه منظور کړي او ۱۴ ملیارده افغانۍ سپما شوېده.
په دې غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانواو د ملي تدارکاتو مسوولینو حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته