خبرونهاقتصادTOP

د ټولګټو وزارت سرپرست د پروژو د ارزونې او لیدنې په موخه لغمان ته سفر وکړ

کابل، د غوايي ۸مه، باختر

د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني د دغه وزارت د اړوندو پروژو د چارو د لیدنې او ارزونې په موخه لغمان ولایت ته سفر وکړ.

نوموړي په دغه سفر کې د کابل دروازې په درې کیلومترۍ سیمه کې د تېرو اورښتونو له کبله د غر ښویېدلو له ساحې، په یاده لویه لار د نصب شوې استحکامي پلونو او د کابل – جلال آباد لویې لارې د ترمیماتي برخو او استنادي دېوالونو څخه، چې تېر کال تړون لاسلیک شوی وو لیدنه وکړه.

د ټولګټو وزارت سرپرست د دغه سفر په جریان کې همدارنګه  د لغمان ولایت د ټولګټو ریاست له رئیس او کارکوونکو سره د لیدلو وروسته د (ده زیارت) پل او علیشنګ – دولت شاه سړک څخه هم لیدنه وکړه او د یاد ریاست کارکوونکو ته یې لارښوونه وکړه ترڅو د پروژو د تطبیق په موخه لازم ګامونه واخلي او هېوادوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه دې يادې پروژې په ټاکلي وخت پيل، په غوره کيفيت او چټکۍ سره بشپړې کړي.

د یادونې وړ ده، چې نوموړي همدارنګه د کابل ولایت سروبي – بګرامیو سړک ( لته بند مسیر) څخه، چې یوه برخه یې پخوا رغول شوې وه هم لیدنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته