نړۍ، د غوايي ۸مه، بهرنۍ رسنۍ
وروسته تر هغې چې د جوبایډن حکومت د اوکراین لپاره د ۶۱ میلیارده ډالرو مرسته منظور کړه، د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر لویډ استین پرون د جمعې په ورځ وویل د دغو مرستو لومړۍ جوپه، چې شپږ میلیارده ډالر کیږي او د پیټریوټ په نوم د هوایي دفاع پرمختتللي سیستمونه هم په کې شامل دي، چمتو ده او ژر به کیف ته د مسکو پر وړاندې مقابلې په هدف وسپارل شي.
دغې بسته کې پرمختللي مزایل او اړوند نور وسایل هم شامل دي.
د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي دغه مرستې په ځانګړې توګه دفاعي سیستمونه باارزښته بللي.
د نوموړي په خبره اوس مهال ۷ پرمختللیو دغو سیستمونو ته اړتیا لري، چې وکولی شي د کیف تر کنټرول لاندې ښارونو څخه دفاع وکړي.
دا په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې د روسیې تر برید وروسته د امریکا تر ټولو لویه د مرستو بسته ده، چې د امریکا له لوري اوکراین ته ورکول کیږي.