سیاستخبرونهTOP

مولوي عبدالکبير: سیاسي شننونکي او رسنیز فعالین د نظام مهمه برخه ده او اسلامي امارت يې ملاتړ کوي

کابل، د غوايي ۸مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير نن په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر کابل میشتو سیاسي شنونکو او رسنیزو فعالینو سره وکتل.
يادو سیاسي شنونکو په دغه کتنه کې له اسلامي امارت څخه ملاتړ خپل دیني مسؤلیت یاد کړ او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه د رياست الوزراء له سياسي مرستيال سره شریک کړل.
عبدالشکور دادرس د نورو په استازیتوب وویل چې افغان سیاسي مبصرین د دیني ارزښتونو او ملي ګټو په رڼا کې د روانو چارو او سیاسي مسایلو په اړه خپل نظرونه له ولس سره شریکوي.
نوموړي زیاته کړه، که څه هم د حکومت له لوري په لویه کچه له دوی سره د اړیکو او همکارۍ فضا‌ء شته، خو اړتیا ده، چې د لاښه فعالیت او اغېزمنتیا په موخه یو واحد ادرس رامنځ ته شي، څو د سیاسي شنونکو او حکومتي ادارو د همغږۍ سبب شي.
په ورته وخت کې د رياست الوزراء سیاسي مرستیال په کور دننه سیاسي شننونکي او رسنیز فعالین د نظام مهمه برخه وبلله او ويې ويل چې اسلامي امارت د رسنیو په ګډون له ټولو افغان شنونکو ملاتړ کوي او د نظام د تقویت او چارو د اصلاح لپاره د هغوی سالمې نیوکې او نظرونه په ورین تندي اوري.
نوموړي څرګنده کړه، چې د سیاسي مبصرینو وړاندېزونو ته د رسیدنې په موخه به اړونده ادارې لاس په کار شي او د همغږۍ په موخه به ورسره د لا ډېرو لیدنو فرصت رامنځ ته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته